د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجک چارواک نهضت اسلامي ډله د سېلانيانو په وژنه تورنه کړې


پر حسېن عبدالصمدوف تور دی چې د بريد کوونکي مشري یې کوله

د تاجکستان حکومت په غېرقانوني ګرځول شوې حزب نهضت اسلامي ډلې د هغو څلورو بهرنيو سايکل ځغلوونکو د وژنې تور پورې کړی چې د جولای په ۲۹مه وژل شوي وو. د کورنيوو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دغه ډلې يو غړي د بريدکوونکو مشري کوله. د چارواکو په وېنا دا خبره د يو نيول شوي ملزم د اقرار له مخې کوي.

داعش وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري منلې وه. په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د دې ډلې درې ديرش کلن مشر، حسېن عبدالصمدوف په ايران کې ټريننګ يا روزنه ترلاسه کړې ده. په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې بريدکوونکو تر حملې وروسته ګاونډي افغانستان ته د تېښتې پلان درلود.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG