د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یو ځايي قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان له درو نورو کسانو سره یو ځای په یو برید کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې حاجي حیات خان د دوشنبې په مازیګر د روداتو ولسوالۍ په کابل کېمپ سیمه کې په یوه موټربم برید کې وژل شوی دی.
عطاالله خوګیاڼي ویلي چې له حاجي حیات خان سره وژل شوي درې واړه کسان د ده خپلوان وو چې دوه یې ساتونکي او دریم یې موټر چلوونکی وو.
د دې برید زمه واري لا چا نه ده منلې.
د ولسمشر اشرف غني او د ملي امنیت د سلاکار دفترونو په جلا اعلامیو کې دا برید غندلی او د حیات خان د کورنۍ له غړو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.