په جنوبي وزیرستان کې د ښخ کړل شوي بم چاودنې د ملېشه ځواک یو عسکر وژلی او درې یې تپي کړي دي.
په ډېره اسماعیل کې د پاکستان یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بېګا مشال راډیو ته وویل چې دا چاودنه د دوشنبې په سهار د جنوبي وزیرستان په دوه توي پټوڼي کې شوې ده.
د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د دې برید زمه واري منلې او ادعا یې کړې ده چې څلور عسکر وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.