د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ له کرداره بغېر دې بیا انتخابات وشي: اسفندیار


د پوځ له کرداره بغېر دې بیا انتخابات وشي: اسفندیار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:36 0:00

د عوامي نېشنل ګوند مشر په پاکستان کې له سره د داسې ټولټاکنو د کولو غوښتنه کړې ده چې پکې د پوځ هېڅ کردار نه وي. د جولای پر ۳۰مه د چارسدې په فاروق اعظم چوک کې د سلګونو کسانو غونډې ته په وینا کې اسفنديار ولي خان تور پورې کړ چې د جولای ۲۵ مې په ټاکنو کې انتخاباتي کمېشن، پوځ او عدليې ټګي کړې ده. اسفندیار ولي خان وویل، د پوځ له کرداره بغېر دې ټاکنې وشي البته سپینه یې کړه چې که پوځ د امنیت په خاطر پر سړکونو ولاړ وي نو اعتراض نه لري. ده وویل، د پوځ کردار هغه وخت متنازع يا لانجمن شو کله چې ورته په انتخاباتي مرکز کې دننه د ورتګ اجازه ورکړل شوه. هغه پر عدالت هم غږ وکړ چې پر ځان لګېدلي داغونه دې پاک کړي. د پاکستان یو شمېر لویو ګوندونو انتخاباتي کمېشن، پوځ، عدليه او نګران حکومت په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي خو د انتخاباتي کمېشن مشر سردار رضا خان دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې ټاکنې شفافې او منصفانه وې. پوځ، عدلیې او نګران حکومت په رسمي توګه لا څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG