د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار والي: خلک دې د امنیت په اړه اندېښنه نه کوي


د قابله ګانو پر مرکز په برید کې پینځه کسان وژل شوي ول
د قابله ګانو پر مرکز په برید کې پینځه کسان وژل شوي ول

پراګ - د جلال اباد ولایتي شورا او ښاریان د قابله ګانو (ښځینه روغتیايي کارکوونکو) پر روزنیز مرکز د وسله والو برید اندېښمن کړي دي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه د خلکو ژوند ساتنې ته چمتو دي.

د ښار یو شمېر اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو ویلي دي چې په جلال اباد کې پر ملکي ادارو بریدونه د اندېښنې وړ دي.

د جولای پر ۲۸مه په ښار کې د نرسانو او قابله ګانو پر روزنیز مرکز په وسله وال برید کې پینځه کسان وژل شوي ول.

د سهار شاوخوا ۱۱ نیمې بجو وسله والو پر مرکز برید وکړ او افغان ځواکونو سمدستي سیمه کلابنده کړه.

د ننګرهار چارواکو مشال راډیو ته وویل چې له وسله والو سره نښته مازیګر مهال پای ته ورسېده او ټولې ۶۱ زده کوونکې له مرکزه خوندي بهر انتقال شوې.

د جولای پر ۱۱مه د جلال اباد ښار د ښوونې او روزنې پر دفتر برید شوی وو
د جولای پر ۱۱مه د جلال اباد ښار د ښوونې او روزنې پر دفتر برید شوی وو

چارواکي وايي، په برید کې د مرکز دوه ساتونکي او یو ډرېور او دوه وسله وال وژل شوي او اته کسان ژوبل ول.

تر دې مخکې هم په جون او جولای کې په جلال اباد کې یو شمېر بریدونه شوي ول چې له جملې څخه یې پر سېکانو او هندوانو ځانمرګی برید، د ښوونې او روزنې پر ریاست او بیا د معارف پر حوزوي دفتر حملې شاملې دي.

دې بریدونو د امنیت په اړه ولس اندېښمن کړی دی خو د ننګرهار والي حیات الله حیات د جولای پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل چې د وسله والو ګواښونه دومره نه دي چې خلک دې اندېښمن کړي.

جلال اباد موټر بم برید، لسګونه وژل شوي او ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:46 0:00

حیات وویل، په جلال اباد ښار کې حکومتي ادارې، دوکانونه، سوداګریز او تعلیمي مرکزونه فعال دي.

ده وویل، وسله وال مخالفین هڅې کوي خو امنیتي ځواکونه یې ځپي.

حیات زیاتوي چې په تېره یوه میاشت کې امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې ۲۱۷ وسله وال وژلي او په همدې موده کې په ښار کې ۱۱۷ مشکوک وسله وال نیول شوي دي.

په جلال اباد کې د قابله ګانو پر مرکز د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG