د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د وژليو سیکانو لپاره دعا وشوه


په جلال اباد کې د هندوانو او سیکانو درمسال.
په جلال اباد کې د هندوانو او سیکانو درمسال.

د تېرې یکشنبې په ورځ په جلال اباد کې له یوه ځانمرګي بریده د وژل شویو سيک مشرانو د دعا مراسم په سېشنبه د جلال اباد په مرکزي درمسال کې ترسره شول چې پکې دولتي چارواکو او ګڼو خلکو ګډون کړی و.

د تېرې یکشنبې په ورځ چې په جلال اباد کې د هندوانو او سيکانو د موټرو په کتار ځانوژونکي بريد شوی و، نولس تنه په کې وژل شوي و چې په وژل شويو کې اولس تنه هندوان او سيکان وو.

د دعا د مراسمو پر مهال د جلال اباد ښار مرکزي درمسال یو تن خادم حکيم اجیت سينګ وویل چې د دوی مشران ولسمشر سره د ملاقات لپاره روان وو چې ځانوژونکی بريد پرې وشو. دی وايي چې بريد د دوی ګڼ مذهبي مشران وژلي دي:

(( زموږ سپین ږيري قومیان او له کابل نه مېلمانه چې سناتور صاحب اوتار سينګ هم په کې و، دوی غوښتل چې ولسمشر اشرف غني سره وګوري، سهار ۱۰ بجې يو ځل تللي، دوی ته وخت نه دی ورکړل شوی. څلور بجې يې ورته وخت ورکړی و، چې خپلې ستونزې له ولسمشر سره شريکې کړي، زموږ مشرانو په څلورو موټرو کې د قصر په لور حرکت وکړ چې انتحاري پرې برابر شوی. ۱۵کسان په کې زموږ د جلال اباد سيکان او هندوان وو او دوه تنه د کابل نه راغلي زموږ د سيک مذهب مشران، سناتور اوتار سينګ او د کابل د مرکزي درمسال پخواني کلانتر رويل سینګ په کې و، د جلال اباد د مرکزي درمسال کلانتر میرسینګ خوږیاڼي په کې و، سرپرست پريت سينګ لغماني او د درمسال مهم غړي په کې وو.))

دی وايي چې پېښه د امنیتي ځواکونو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې خو د ننګرهار والي حیات الله حيات چې تېره شپه د تعذیت لپاره د جلال اباد ښار مرکزي درمسال ته ورغلی و، ژمنه وکړه چې پېښه تر جدي څېړنې لاندې ده، که امنیتي منسوبینو په کې غفلت کړی وي، هغوی به مجازات کړی شي:

(( دغه پېښه موږ څېړو، د دې لپاره مو پلاوی ټاکلی دی. که چېرې له موږ نه کومه کاستي کمي شوي وي، هغه به له تاسو سره شريکوو او هغوی چې په دې برخه کې يې کمي او کاستي کړي، هغوی به مجازات کړی شی.ولسمشر دا اوس د لغمان په ولایت کې دی. کله چې دا پېښه وشوه، له هماغه وخته تر نن سهاره پورې موږ کوشش کولو چې که تاسو کې څه وخت ولري چې ولسمشر غوښتل چې له هغوی سره وګوري او په دې غمرازي کې ځان شريک کړي. خو تاسو په خپلو مراسمو کې بوخت وای. خو بیا هم ولسمشر خپل ځانګړی تسلیت تاسو ته رالېږلی او په دې درد او غم کې له تاسو سره ځان شريک ګڼي.))

د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا يو تن غړی مولوي حبیب الله د اسلام له نظره په سیکانو دا برېد ناروا وګڼلو او زیاته يې کړه چې د جلال اباد سیکانو او هندوانو سره له اوږدو کلونو راهيسې ښه مناسبات لري او تل يې پاللي دي:

(( زموږ د اسلامي شعایر او اسلامي قوانين دا اجازت نه ورکوي چې په غیر مذهب دې داسې برید وشي. دا د دې مملکت خلک دی. موږ له یوه بل سره د ورورګلوي پالو، موږ له یو بل سره په هر غم او ښادۍ کې شريک یوو. له ماشوموالي نه دوی سره زموږ تګ راتګ او ملګرتیا ده. موږ تاسو سره په دې غم کې شريک یوو، تاسو ته دې الله تعالي صبر عظیم په نصیب کړي.))

په افغانستان کې دا ځل داسې خلک د چاودنې ښکار شوي چې په حکومت کې څه خاصه ونډه نه لري، لازمه حکومتي پاملرنه ورته نه کېږي او وخت پر وخت د خلکو له خوا ځورول شوي دي.

د ذکر وړ ده چې د دعا په دې مراسمو کې د جلال اباد ښار ګڼو اوسېدونکو ګډون کړی و او په ټولنیزو رسنيو فېسبوک او ټویټر هم په سلګونو افغانانو په جلال اباد کې په هندوانو او سيکانو بريد غندلی او له حکومت نه يې غوښتي چې په افغانستان کې دې د تر ټولو لږکيو ژوند او ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG