د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: د نرسانو پر روزنیز مرکز برید شوی دی


افغان ځواکونه (پخوانی عکس)
افغان ځواکونه (پخوانی عکس)

د جلال ښار په درېیمه ناحیه کې د نرسانو پر روزنیز مرکز ډله ییز برید شوی .

دا مرکز د جلال اباد ښار په دریمه حوزه کې د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ شاته دی. په سیمه کې د مشال ریډیو خبریال وایي چې تر حملې مخکې، درې چاودنې وشوې او وسله وال کسان د ودانۍ منځ ته ننوتلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وايي چې د نرسانو په روزنیز مرکز کې د اداري د کارکوونکو او ښځینه استاذانو په شمول ۶۹ مېرمنې موجودې وې چې ۵۷ ترې په خوندي توګه را ایستل شوي او پاتې دولس تنه مېرمنې لا هم بې درکه دي.

دی وایي چې په ودانۍ باندې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

عیني شاهدین وايي د پېښې له ځایه روغتون ته څلور تنه ټپیان وړل شوي چې ټول یې نارینه دي.

تر دامهاله د حمله کوونکو شمېر معلوم نه دی او نه کومې وسله والې ډلې د برید ذمه واري منلی ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG