د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې سفیرانو پاکستانۍ او تاجکستانۍ ډله کابل ته تللې


د سولې د سفیرانو په نوم د پاکستانيو او تاجکستانيو ځوانانو یوه ډله په پنشنبه کابل ته تللې ده.

دا فعالان چې افغان پېغلې او زلمیان هم پکې دي د ډله ییزو رسنیو د مرکز له خوا کابل ته بلل شوي غواړي په افغانستان او سیمه کې د جګړې د دوام پرضد غږ اوچت کړي.

شفیقه ګل د دې فعالانو له ډلې ده چې له پاکستانه ورغلې ده او وايي چې د خپل هڅو بریا ته هیله منه ده:

"په پاکستان او افغانستان کې له ډېرې مودې راهیسې حالات خراب دي. که زموږ د راتلو او په خپلو کې د کلتوري راکړې ورکړې له وجې امن او سوله راتلای شي دا به ډېره ښه خبره وي."

د سولې سفیران وايي چې د سولې له پیغام سره به پاکستان او تاجکستان ته هم سفرونه وکړي او د دې هېوادونو له حکومتونو څخه به وغواړي چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG