د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د پاکستان ټاکنې تر ټولو پاکې او شفافې وبللې


عمران خان
عمران خان

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د جولای پر ۲۵مه تر بریالیو انتخاباتو وروسته د زيارت په ورځ په خپله وينا کې وويل چې دوی په ټاکنو کې د درغليو پلټنو لپاره له اپوزیشن ګوندونو سره په شريکه کار ته تيار دی.

د هغه ګوند دومره څوکۍ ترلاسه کړې دي چې په وفاق کې پرې حکومت جوړولی شي. عمران خان وايي چې د دوی حکومت به سياسي انتقام نه اخلي، د احتساب عمل به له ده پیلېږي او هېڅوک به هم له قانونه بالا نه وي.

عمران خان په انتخاباتو کې د درغليو په اړه وويل چې په دې لړ کې ټولو اپوزشن ګوندونو سره کار کولو ته تيار دي.

''زموږ له لوري چې کومه حلقه دوی سپڼل یا پرانیستل غواړي، موږ ور ته تيار يو. تاسو که چیرې وایاست چې دلته درغلي شوې ده، نو له تاسو سره د پلټنو لپاره تيار يو. زما په خيال دا د پاکستان تر ټولو پاکې او شفافې ټاکني وي. زما په اند د پاکستان په تاريخ کې ولس په دومره شمېر کې په انتخاباتو کې برخه نه وه اخستې څومره چې په دې ټاکنو کې يې اخیستې وه. اپوزیشن ګوندونو وايي درغلي شوې ده، د دوی د اندېښنو لیرې کولو لپاره په شريکه تحقيقاتو لپاره تيار يو.''

عمران خان وويل چې په هېواد کې به د ولس لپاره پاليسي جوړوي.

''زه له تاسو سره ژمنه کومه چې موږ هم د خپل هېواد د حکمراني نظام سمولی شو. موږ هم داسې نظام راوستلی شو چې د خلکو ژوند اسان کړي. موږ به د حکمرانۍ یو داسې نظام راولو چې خلک به سرمايه کاري ته اړ کړي. زه له تاسو سره ژمنه کومه چې ډېر په سادګۍ سره به ژوند تېرومه او زه هم ستاسو غوندې یو انسان يم.''

اړوند مطالب

سیاسي مشران: ټاکنو کې بدترینه درغلي شوې ده

د پاکستان جاسوسي ادارو په انتخاباتو کې ښکاره لاسوهنه کوله. اڅکزی

د بلوچستان ټاکنو ته کتنه

عمران خان په خپله وينا کې له ګاونډی هېوادونو سره د اړيکو په اړه هم تفصيلي خبرې وکړې. نوموړي وويل چې خارجه تګلاره یو لوی چېلنج دی. د افغانستان په اړه عمران خان وويل: ''افغانان سوله غواړي. پاکستان په هغه هېواد کې امن غواړي. که په افغانستان کې امن وي نو په پاکستان کې به امن وي. زموږ د حکومت پوره کوشش به وی چې په افغانستان کې امن راولو. زه خو دا هم غواړمه چې له افغانستان سره داسې اړيکې جوړې کړو چې د اورپايي ټولنې غوندې پرانیستې پولې ولرو.''

عمران خان له هند سره هم د ښه اړيکو خبره وکړه او زياته يې کړه: ''د پاکستان او هند مشران دې خبرو ته کښېني او کوشش به کوو چې دا مسله حل کړو. زه دا غواړمه که چیرې د هند مشران دې ته تيار وي نو موږ بالکل تيار يو چې تعلقات ښه کړو. تاسو يو قدم رامخې ته شئ موږ به دوه قدم درشو.''

له امريکا سره د اړيکو په اړه د عمران خان وينا وه:

''له امريکا سره داسې باهمي ګټو باندي ولاړ اړيکې پکار دي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وی. له بده مرغه تر اوسه زموږ اړيکې يو-اړخيزه وي. امريکا دا ګڼي، دوی امداد ورکوي چې د امريکا لپاره جنګېږي. د دې له وجې پاکستان ته ډېر زيات نقصان رسېدلی دی. له امريکا سره توله (متوازن) اړيکي ساتل غواړو.''

له چين، ايران او سعودي عرب سره د اړيکو په اړه د عمران خان وينا وه چې له ټولو سره به د ښو اړيکو لپاره کوششونه کوي او د چين ماډل نه به زده کړې ترلاسه کوي چې د ولس غربت ختم کړي.

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي چې د مدينې غوندې فلاحي رياست جوړول غواړي.

XS
SM
MD
LG