د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن: خلک له ټاکنیز بهیره مطمین دي


د پاکستان انتخاباتي کمېشن: خلک له ټاکنیز بهیره مطمین دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن ویاند وايي، تر درو بجو پورې د انتخاباتي بېقاعدګیو په اړه یې ۴۰۰ شکایتونه تر لاسه کړي دي چې پکې ۸۰ فیصده یې واړه ول.  الطاف احمد مشال راډيو ته وویل، واړه شکایتونه داسې ول لکه په ځېنو ځایونو کې سیاهي نه وه، ځېنو ځایونو کې قلمونه نه ول او په ځېنو ځایونو کې خبریالان د ووټ مرکزونو ته نه ول پرېښوول شوي چې انتخاباتي کمېشن یې نوټس واخیست.  نوموړي وویل، د پاکستان چیف الېکشن کمېشنر د کوټې د ځانمرګي برید غندنه کړې او روغتیايي چارواکو ته یې امر کړی چې د ژوبلو شویو دې سمه درملنه وکړي.  ده وویل، څارونکي او خلک وايي چې ټاکنیز بهیر د اطمینان وړ دی.  د الطاف احمد پوره خبرې د غږ په ځای کې واورئ.

XS
SM
MD
LG