د لاسرسي ځای

تازه خبر
په انتخاباتو کې میلیونونه خلکو رایې وکارولې
په انتخاباتو کې میلیونونه خلکو رایې وکارولې

په پاکستان کې د ووټونو غېر رسمي نتيجې راروانې دي

پراګ - په پاکستان کې میلیونونه خلکو د قامي او صوبايي اسمبلیو د استازو ټاکلو لپاره خپلې رایې وکارولې.

هلته په کوټه کې پر مشرقي بایپاس سړک له یوه سکول سره نېږدې ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۳۵ ژوبل دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د ووټ اچولو عمل درولی وو چې شاوخوا دوه ساعته وروسته بحال شو.

لسګونه لاکه کسان ووټ اچوي

  • د پاکستان د ټولټاکنو لپاره میلیونونه خلک وروتلي ول او د قامي او څلورو صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره یې رایې وکارولې.
  • تر دې مخکې په ۲۰۱۳ز کال کې انتخابات شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان مسلم لیګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت جوړ شوی وو.
  • د جولای د ۲۵مې انتخاباتو د امنیت لپاره څه د پاسه ۳۷۰،۰۰۰ پاکستانې سرتېري ځای پر ځای شوي چې د الېکشن کمېشن له وینا سره سم، د رایې ورکونې مرکزونو بهر او دننه یې دنده تر سره کړه.
  • له دې علاوه، شاوخوا پینځه لاکه نور پولیسان او د اېف سي، رېنجر او نورو ځواکونو سرتېري هم د عامه نظم ټینګولو لپاره ګمارل شوي ول.
  • په عمومي ډول، د انتخاباتو بهیر په امن تر سره شو خو په کوټه کې ځانمرګی برید وشو او په صوابۍ کې د دوو ګوندونو پلویانو په یو بل ډزې وکړې چې پکې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
  • د پاکستان په ځېنو نورو برخو کې هم هوايي ډزې وشوې او په ځېنو ځایونو کې د ځېنو بې قاعدګیو خبر هم ورکړل شو خو د الېکشن کمېشن ویاند مشال راډیو ته وویل چې ۸۰ فیصده شکایتونه واړه ول چې دوی سمدستي حل کړل.
  • د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، په هېواد کې ټول شاوخوا ۱۰۶ میلیونه کسان د رایې ورکولو وړ ول.
  • کمېشن ویلي ول چې هر کس رایه ورکوي نو پولېنګ سټېشنو ته دې خپل اصلي شناختي کارډ او سلسله نمبر یوسي.
  • د پاکستان پر وخت د مازیګر تر شپږو بجو پورې به هر وړ کس دوه ووټونه واچول. د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره شين کاغذ او د صوبايي اسمبلۍ د استازي انتخاب لپاره سپین بیلېټ پېپر وکارول شو.
  • د ووټونو پر ټولو کاغذونو د ګوندونو او کاندیدانو نومونه او انتخاباتي نښې لیکلې وې.
  • له قانون سره سم، هر کس باید خپله رایه په راز کې کارولې وي او د انتخاباتو افسران یا په مرکز کې دننه ورته هېچا دا نشول ویلای چې چا ته ووټ ورکړي.

د پاکستان د انتخاباتو په اړه د مشال راډیو ژوندي معلومات به د شپې مهال او د جولای پر ۲۶مه هم درسره شریکوو.

۲۳:۲۲ ۲۵.۷.۲۰۱۸

بنو: د نارسمي نتيجو له مخې د قامي اسمبلۍ په ۳۵ مه حلقه د پاکستان تحريک انصاف عمران د ۱۶۶۱۰ ووټونو په ترلاسه کولو سره په ړومبي او د متحده مجلس عمل اکرم خان دراني د ۱۵۱۸۸ ووټونو په ترلاسه کولو په دوايم نمبر دی.

۲۳:۰۰ ۲۵.۷.۲۰۱۸

شمالي وزيرستان: د قامي اسمبلۍ د ۴۸ مې حلقې د نارسمي نتيجو له مخې ازاد کانديد محسن داوړ تر دې دمه د ۴۵۷۳ ووتونو په ترلاسه کولو سره په وړومبي ، د جميعت العلما اسلام (ف) کانديد مفتي مصباح الدين د ۲۴۶۱ سره په دوايم او د پاکستان تحريک انصاف ملک اورنګزېب په ۱۳۸۶ رايو ترلاسه کولو سره په درايم نمبر دی.

۲۲:۴۸ ۲۵.۷.۲۰۱۸

ملتان: د قامي اسمبلۍ د ۱۵۶ مې حلقې د نارسمي او غېر حتمي نتيجو له مخې د پاکستان تحريک انصاف شا محمود قريشي د څه باندې ۹۳ زره ووټونو په ترلاسه کولو سره کاميابه شوی.د مسلم ليګ (ن) عامر سعيد انصاري بيا د څه باندې ۷۴ زره ووټونو په ترلاسه کولو سره په دوايم نمبر راغلی.

۲۲:۲۸ ۲۵.۷.۲۰۱۸

پېښور: د نا رسمي او غېر حتمي نتيجو له مخې د قامي اسمبلۍ په ۳۱ مه حلقه د پاکستان تحريک انصاف شوکت علي د ۱۰،۸۷۶ رايو په ترلاسه کولو سره په وړومبي او د عوامي نېشنل پارټۍ حاجي غلام احمد بلور د ۵،۱۹۴ رايو په ترلاسه کولو سره په دوايم نمبر دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG