د لاسرسي ځای

تازه خبر
په انتخاباتو کې میلیونونه خلکو رایې وکارولې
په انتخاباتو کې میلیونونه خلکو رایې وکارولې

په پاکستان کې د ووټونو غېر رسمي نتيجې راروانې دي

پراګ - په پاکستان کې میلیونونه خلکو د قامي او صوبايي اسمبلیو د استازو ټاکلو لپاره خپلې رایې وکارولې.

هلته په کوټه کې پر مشرقي بایپاس سړک له یوه سکول سره نېږدې ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۳۵ ژوبل دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د ووټ اچولو عمل درولی وو چې شاوخوا دوه ساعته وروسته بحال شو.

لسګونه لاکه کسان ووټ اچوي

  • د پاکستان د ټولټاکنو لپاره میلیونونه خلک وروتلي ول او د قامي او څلورو صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره یې رایې وکارولې.
  • تر دې مخکې په ۲۰۱۳ز کال کې انتخابات شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان مسلم لیګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت جوړ شوی وو.
  • د جولای د ۲۵مې انتخاباتو د امنیت لپاره څه د پاسه ۳۷۰،۰۰۰ پاکستانې سرتېري ځای پر ځای شوي چې د الېکشن کمېشن له وینا سره سم، د رایې ورکونې مرکزونو بهر او دننه یې دنده تر سره کړه.
  • له دې علاوه، شاوخوا پینځه لاکه نور پولیسان او د اېف سي، رېنجر او نورو ځواکونو سرتېري هم د عامه نظم ټینګولو لپاره ګمارل شوي ول.
  • په عمومي ډول، د انتخاباتو بهیر په امن تر سره شو خو په کوټه کې ځانمرګی برید وشو او په صوابۍ کې د دوو ګوندونو پلویانو په یو بل ډزې وکړې چې پکې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
  • د پاکستان په ځېنو نورو برخو کې هم هوايي ډزې وشوې او په ځېنو ځایونو کې د ځېنو بې قاعدګیو خبر هم ورکړل شو خو د الېکشن کمېشن ویاند مشال راډیو ته وویل چې ۸۰ فیصده شکایتونه واړه ول چې دوی سمدستي حل کړل.
  • د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، په هېواد کې ټول شاوخوا ۱۰۶ میلیونه کسان د رایې ورکولو وړ ول.
  • کمېشن ویلي ول چې هر کس رایه ورکوي نو پولېنګ سټېشنو ته دې خپل اصلي شناختي کارډ او سلسله نمبر یوسي.
  • د پاکستان پر وخت د مازیګر تر شپږو بجو پورې به هر وړ کس دوه ووټونه واچول. د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره شين کاغذ او د صوبايي اسمبلۍ د استازي انتخاب لپاره سپین بیلېټ پېپر وکارول شو.
  • د ووټونو پر ټولو کاغذونو د ګوندونو او کاندیدانو نومونه او انتخاباتي نښې لیکلې وې.
  • له قانون سره سم، هر کس باید خپله رایه په راز کې کارولې وي او د انتخاباتو افسران یا په مرکز کې دننه ورته هېچا دا نشول ویلای چې چا ته ووټ ورکړي.

د پاکستان د انتخاباتو په اړه د مشال راډیو ژوندي معلومات به د شپې مهال او د جولای پر ۲۶مه هم درسره شریکوو.

۱۱:۰۷ ۲۵.۷.۲۰۱۸

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په نوي کلي کې د عوامي نیشنل ګوند او پاکستان تحریک انصاف پلویانو تر منځ نښته او ډزې شوې دي چې پکې یو کس وژل شوی او څلور ژوبل دي.

۱۱:۰۸ ۲۵.۷.۲۰۱۸

د شمالي وزیرستان په لرې پرتو سیمو کې د ووټونو ورکولو په ځېنو مرکزونو کې مهرونه نشته: د سیمې اوسېدونکي.

۱۱:۰۹ ۲۵.۷.۲۰۱۸

په کوټه کې د انتخاباتو عمل له سهاره روانه دی خو د امنیتي اندېښنو له کبله د ووټ اچولو په مرکزونو کې د خلکو شمېر کم دی.

۱۱:۱۰ ۲۵.۷.۲۰۱۸

د سوات د مینګورې ښار ځېنې اوسېدونکي وايي چې په ځېنو مرکزونو کې انتخاباتي عمله ورته پوره روزلې نه ښکاري چې له کبله یې انتخاباتي عمل ورو شوی دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG