د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ووټونو غېر رسمي نتيجې راروانې دي


په انتخاباتو کې میلیونونه خلکو رایې وکارولې

لنډیز

پراګ - په پاکستان کې میلیونونه خلکو د قامي او صوبايي اسمبلیو د استازو ټاکلو لپاره خپلې رایې وکارولې.

هلته په کوټه کې پر مشرقي بایپاس سړک له یوه سکول سره نېږدې ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۳۵ ژوبل دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د ووټ اچولو عمل درولی وو چې شاوخوا دوه ساعته وروسته بحال شو.

لسګونه لاکه کسان ووټ اچوي

  • د پاکستان د ټولټاکنو لپاره میلیونونه خلک وروتلي ول او د قامي او څلورو صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره یې رایې وکارولې.
  • تر دې مخکې په ۲۰۱۳ز کال کې انتخابات شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان مسلم لیګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت جوړ شوی وو.
  • د جولای د ۲۵مې انتخاباتو د امنیت لپاره څه د پاسه ۳۷۰،۰۰۰ پاکستانې سرتېري ځای پر ځای شوي چې د الېکشن کمېشن له وینا سره سم، د رایې ورکونې مرکزونو بهر او دننه یې دنده تر سره کړه.
  • له دې علاوه، شاوخوا پینځه لاکه نور پولیسان او د اېف سي، رېنجر او نورو ځواکونو سرتېري هم د عامه نظم ټینګولو لپاره ګمارل شوي ول.
  • په عمومي ډول، د انتخاباتو بهیر په امن تر سره شو خو په کوټه کې ځانمرګی برید وشو او په صوابۍ کې د دوو ګوندونو پلویانو په یو بل ډزې وکړې چې پکې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
  • د پاکستان په ځېنو نورو برخو کې هم هوايي ډزې وشوې او په ځېنو ځایونو کې د ځېنو بې قاعدګیو خبر هم ورکړل شو خو د الېکشن کمېشن ویاند مشال راډیو ته وویل چې ۸۰ فیصده شکایتونه واړه ول چې دوی سمدستي حل کړل.
  • د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، په هېواد کې ټول شاوخوا ۱۰۶ میلیونه کسان د رایې ورکولو وړ ول.
  • کمېشن ویلي ول چې هر کس رایه ورکوي نو پولېنګ سټېشنو ته دې خپل اصلي شناختي کارډ او سلسله نمبر یوسي.
  • د پاکستان پر وخت د مازیګر تر شپږو بجو پورې به هر وړ کس دوه ووټونه واچول. د قامي اسمبلۍ د څوکۍ لپاره شين کاغذ او د صوبايي اسمبلۍ د استازي انتخاب لپاره سپین بیلېټ پېپر وکارول شو.
  • د ووټونو پر ټولو کاغذونو د ګوندونو او کاندیدانو نومونه او انتخاباتي نښې لیکلې وې.
  • له قانون سره سم، هر کس باید خپله رایه په راز کې کارولې وي او د انتخاباتو افسران یا په مرکز کې دننه ورته هېچا دا نشول ویلای چې چا ته ووټ ورکړي.

د پاکستان د انتخاباتو په اړه د مشال راډیو ژوندي معلومات به د شپې مهال او د جولای پر ۲۶مه هم درسره شریکوو.

۰۱:۲۲ ۲۶.۷.۲۰۱۸
انځور سایز عمر وزیر

شمالي وزيرستان: د قامي اسمبلۍ د ۴۸ مې حلقې د نا رسمي او غېر حتمي نتيجو له مخې ازاد کانديد محسن داوړ د ۱۰۱۰۰ووټونو په ترلاسه کولو سره په وړومبي نمبر دی او د جميعت العلما اسلام مولانه مصباح الدين په دوايم نمبر دی.

۰۱:۱۲ ۲۶.۷.۲۰۱۸
انځور سایز اسرار عالم مومند

مردان: د غېر رسمي نتيجو له مخې د قامي اسمبلۍ په ۲۱ مه حلقه د پاکستان تحريک انصاف محمد عاطف د ۲۳۳۰۰ ووټونو په ترلاسه کولو سره په ړومبي او د عوامي نېشنل ګوند امير حېدر خان هوتي د ۲۲۴۲۴ ووټونو په ترلاسه کولو سره په دوايم نمبر دی.

۰۱:۰۶ ۲۶.۷.۲۰۱۸
انځور سایز اسرار عالم مومند

راولپېنډي: د غېر رسمي نتيجو له مخې د قامي اسمبلۍ په ۶۲ مه حلقه د عوامي مسلم ليګ شيخ رشيد په ۲۴۶۳۰ ووټونو ترلاسه کولو ړومبې او د مسلم ليګ (ن)دانيال چودري په ۱۸۲۲۰ رايو ترلاسه کولو دوايم پوزيشن ترلاسه کړ.

۰۰:۴۷ ۲۶.۷.۲۰۱۸
انځور سایز اسرار عالم مومند

چارسده: د غېر رسمي نتيجو له مخې د قامي اسمبلۍ په ۲۴ مه حلقه د پاکستان تحريک انصاف فضل محمد خان د ۱۶۰۴۴ ووټونو په ترلاسه کولو په ړومبې نمبر او د عوامي نېشنل ګوند اسفند يار ولي خان د ۹۲۹۳ رايو په ترلاسه کولو په دوايم نمبر دی.

نور وښیئ

تبصرې وګورئ (۵)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG