د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې توغندیو د یوې کورنۍ درې تنه ټپیان کړي


د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي مشال راډیو ته تایید کړه چې د توغندیو لګېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي ټپیان شوي دي.

نوموړي وايي، له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه درې توغندي له نامعلوم لوري د افشارو په سیمه کې په یوه هستوګن کور لګیدلي چې د ابتدايي راپورونو په اساس د یوې کورنۍ درې غړي يې برسېرن ژوبل کړي.

د ستانکزي په خبره معلومه نه ده چې دا توغندي له کوم لوري توغول شوي خو تحقیقات روان دي.

په کابل کې دا توغندي برید وروسته له هغه وشو چې وړمه ورځ د هوايي ډګر مخته په یوه ځانمرګي برید کې د وروستیو شمېرو له مخې ۲۳ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG