د لاسرسي ځای

تازه خبر

ووټل: پاکستان دې د طالبانو او نورو وسله والو ضد زیات اقدامات وکړي


د امریکا پوځ لوړ پوړي قومندان جنرال جوزف ووتل.
د امریکا پوځ لوړ پوړي قومندان جنرال جوزف ووتل.

د امریکايي پوځ لوړ پوړي قومندان جنرال جوزف ووټل ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان کردار مهم دی او هغوی باید عملي ګامونه پورته کړي.

جنرال جوزف ووتل دا خبره د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یو خبري غونډې پر مهال کړې ده.

نوموړي وویل، دی له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د هڅولو په خاطر د پاکستان همکاري مهمه بولي.

په دې مهال په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن هم موجود وو.

هغه وویل، امریکا دې ته تیاره ده چې د افغانستان د سولې د پروسې پرمختګ لپاره د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG