د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اماراتو کې د افغانستان په هکله غونډه کېږي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکال حنیف اتمر او د سعودي عربستان سفیر.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکال حنیف اتمر او د سعودي عربستان سفیر.

د افغانستان، امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د ملي امنیت سلاکاران نن(سېشنبه) یوه څلور اړخیزه غونډه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

د افغانستان ملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه د دوشنبې په شپه مشال راډیو ته وویل په دې غونډه کې به د پاسنیو څلورو هېوادونو ترمنځ د عمل پلان بشپړ او د عملي کولو پر لارو چارو بحث وشي.

هغه وویل، په ایجنډا کې دا شامله ده چې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې ګډ کار وکړي او د افغانستان د سولې بهیر د پیاوړي کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

د قادرشاه په خبره افغان حکومت هیله لري چې له دې غونډې څخه د سولې د بهیر د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ښې نتیجې ترلاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG