د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ خپل ایراني سیال ته ویلي خبرې په پام کوه


ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل ایراني سیال حسن روحاني پرونیو څرګندونو ته ځواب ویلی دی.

ولسمشر ټرمپ په خپل یوه تازه ټویټ کې حسن روحاني ته ویلي دي چې امریکا ته دې ګواښ نه‌ کوي، که نه له داسې پایلو سره به مخامخ شي چې په تاریخ کې يې ساری نه‌ وي لیدلی.

ډونالد ټرمپ خپل ایراني سیال ته ویلي دي: ''موږ اوس هغه هېواد نه‌ یو چې د تاوتریخوالي او وژنو په اړه ستاسو احمقانه خبرې وزغمو.''

د متحده ایالاتو ولسمشر په خپل ټویټ کې روحاني مخاطب کړی دی او ویلي یې دي چې پام دې کوي.

تر دې یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر امریکا ته خبرداری ورکړی و چې له ایران سره سوله د هرې سولې مور ده او له ایران سره جنګ د ټولو جګړو مور ده.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي هم سخت انتقاد کړی دی او هغه او د ایران نور مذهبي مشران‌يې سپېڅلي منافقان بللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG