د کېنډا په ټورنټو ښار کې د ډزو په یوه پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
پولیس وايي چې د کریګ ټاون په سیمه کې یو وسلهوال کس له ډزو وروسته پر خپل ټوپک ځان هم وژلی دی.
د پېښې انګېزه لا هم جوته نه ده.
پولیس وايي چې دې وسلهوال کس د یکشنبې په ورځ ناوخته پر خلکو ډزې وکړې او په ټپیانو کې لږ تر لږه یو ماشوم هم شامل دی.
رسنیو د ټورنټو د پولیسو د سرچینو له قوله ویلي دي چې مشکوک کس مخکې له دې چې ځان ووژني، پر پولیسو هم ډزې کړې دي.
د پولیسو ویاند مارک پوګاش ویلي، دا ډېره وختي ده چې وویل شي چې ایا دا پېښه دې یو ترورېستي پېښه وي کنه.