د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۵ تنه نیول شوي


د خوست امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۵ کسان د مختلفو جرمونو په تور نیول شوي او له هغوی څخه یوه اندازه وسله، مهمات، نشه‎يي مواد او نور توکي هم د پولیسو لاسته لوېدلي دي.

پرون یکشنبه ناوخته خوست امنیه قوماندان سمونوال اختر محمد نورزوي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې یاد کسان د یوې اوونۍ په موده کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو او تلاشیو پر مهال نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد کسان، د نشه‎يي توکو د قاچاقو، وژنو، وسله‌والو غلاوو، قمار او د دولتي ځمکو پر غصب تورن دي.

د خوست امنیه قوماندان وړاندې وویل چې نیول شویو کسانو څخه دوه تښتول شوي ګاډي، نقدې روپۍ، څلور تفنګچې، دوه کلاشینکوفونه او یوه اندازه نشه‎يي توکي هم په لاس ورغلي دي.

د خوست امنیه قوماندان د یو شمېر نویو امنیتي اقداماتو یادونه هم وکړه او ويې‌ویل، په‎دې موده کې د شپې له‎خوا ۲۳ کمینونه اجراء شوي او ۱۵ کړۍ ماینونه چې وسله‎والو مخالفینو د خلکو په ګڼ مېشتو سیمو او عمومي لارو کې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي.

ده دا هم وویل چې یو شمېر نیول شویو کسانو ته په قانوني موده کې د پولیسو له‎خوا مقدماتي دوسیې ترتیب شوي او د پوره تحقیقاتو لپاره څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG