د خیبر ۴۳مه حلقه کې د ټاکنو ټول انتظام شوی دی: انتخاباتي افسر
د قبایلي سیمې خیبر د ۴۳مې ټاکنیزې حلقې یا حوزې انتخاباتي افسر (رېټرنېنګ افسر) زاهد عثمان کاکاخېل ویلي دي چې په سیمه کې یې د قامي اسمبلۍ د ټاکنو لپاره ټول انتظامات کړي دي. نوموړي له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، انتخاباتي مرکزونو لپاره یې کارکوونکي ټاکلي او د ښځو لپاره یې د ووټ اچولو جلا مرکزونه جوړ کړي. دی وايي، د نوماندانو د امنیت لپاره یې هم اقدامات کړي او هغوی ته یې ساتونکي ورکړي. د خیبر له مشر انتخاباتي افسر سره بشپړه مرکه وګورئ.