د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس او روس به شام ته بشري مرستې لېږي


فرانس او روس به په ګډه د شام ختیځې سيمې غوطې ته بشري مرستې ولېږي. دغو دواړو هېوادونو په یوې ګډه اعلاميه کې دا اعلان کړی دی.

د روسیې یوه بار وړونکې الوتکه پرون د جمعې په ورځ پېرس ته ولاړه ترڅو ۵۰ ټنه روغتیایي سامان او نور بنيادي شيان چې فرانس برابر کړي، ختیځې غوطې ته ولېږدوي.

غوطه د شام د سرښار دمشق په لمن کې یو وخت د یاغیانو مرکز و خو د پسرلي په موسم کې د شام حکومتي ځواکونو دا سیمه بیا نیولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG