د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په داغستان کې دوه پولیس چارواکي وژلي دي


د روسیې په ناارامه داغستان جمهوريه کې پرون [جمعه] وسله والو دوه پوليس چارواکي وژلي دي.

د پوليسو يو وياند ويلي دي چې دغه بريد هغه وخت وشو چې کله پوليسو ګزمه کوله.

مسلمان اکثريتي سيمه داغستان له چېچنيا سره پولې لري او دلته ماسکو د ۱۹۹۱ م کال راهيسې د بيلتون غوښتونکو پرضد دوه جنګونه کړي دي. په داغستان کې زياتره امنیتي سرتیري له دا ډول بريدونو سره مخ کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG