د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: که ټاکنو کې درغلي وشوه نو ټول ولس به راپاڅوو.


د مسلم ليګ(ن) مشر شهباز شريف
د مسلم ليګ(ن) مشر شهباز شريف

د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې مشر وايي، که په انتخاباتو کې درغلي وشوه نو پرضد به يې ټول ولس راپاڅوي.

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي چې دا وار به انتخابات ګټي.

د جمعې پر ورځ په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف وويل که ازادې او رڼې ټاکنې کېږي نو دوی به يې ګټي او په پنجاب او مرکز کې به حکومت جوړوي.

مسلم ليګ (ن) ګوند تور لګوي چې پوځ د دوی پرضد د تحريک انصاف سره ملاتړ کوي خو پوځ دا تورنه ردوي او د تحريک انصاف مشر عمران خان هم د جعمې پر ورځ په ملتان کې يوې جلسې ته په وينا کې دغه تورنه ردکړل او وې ويل چې د راروانو انتخاباتو لپاره يې زيات چتووالی نيولی او بریا به ترلاسه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG