د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د هارون بلور پر وژنه غمرازي کړې


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر غلام احمد بلور ته ټېلېفون کړی دی او ورسره یې د یکه توت په ځانمرګي برید کې د هغه د وراره او د ګوند له خوا د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته د نوماند هارون بلور او نورو کسانو پر وژنه غمرازي کړې ده.

عوامي نېشنل ګوند د پنجشنبې په ماښام په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د ترهګرۍ پرضد په جګړه کې د ګوند د قربانیو ستاینه کړې.

د جولای پر ۱۰مه په پېښور کې د انتخاباتي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې د هارون بلور په ګډون ۲۰ کسان ووژل شول.

تحریک طالبان پاکستان د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د بلور پر حلقې ټاکنې ځنډولې دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG