د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوزف: افغانستان کې د جګړې ستراتیژۍ په ارزونه کې بدلون نه وینو


د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف.
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر ویلي، د افغانستان او جنوبي اسیا د ستراتیژۍ په ارزونه کې د لوی بدلون امکان نه ویني.

جنرال جوزف ووټل دا خبره د پنجشنبې په ورځ تر هغې وروسته خبریالانو ته کړې چې د روانې میاشت پر ۱۰مه رویټرز خبري اژانس وویل، واشنګټن د دې ستراتیژۍ ارزونه کوي.

اژانس د چارواکو له خولې ویلي ول چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې ستراتیژۍ تر عملي کېدو شاوخوا یو کال وروسته پکې د پام وړ پرمختګ نه کېدو نهیلی کړی دی.

خو ووټل وویل، دا یوه معمولي ارزونه ده او هیله یې وښوده چې پکې به یو څه پرمختګ وشي.

نوموړي وویل، د پاکستان له خوا یې مثبتې اشارې لیدلې دي خو ټینګار یې وکړ چې اسلام اباد دې پر هغو وسله والو فشار لا زیات کړي چې په افغانستان کې جنګېږي.

پاکستان په بیا بیا ویلي دي چې د وسله والو پرضد یې بې له توپیره اقدامات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG