د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندز کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې په اړه پلټنې پیل شوي


په کندز کې د فغان ځواکونو عملیات.
په کندز کې د فغان ځواکونو عملیات.

د افغانستان د دفاع وزارت په کندوز کې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتو خپګان ښودلی او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش بېګا مشال راډیو ته وویل، تر تحقیقاتو وروسته به رسنیو ته معلومات ورکړي.

په عین وخت کې د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري رسنیو ته ویلي چې په د پنجشنبې پر پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

رسنۍ وايي، ولسي وګړي د بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG