د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ وايي په ټولټاکنو کې هېڅ کردار نه لري


د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر لېفټننټ جنرل اصف غفور
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر لېفټننټ جنرل اصف غفور

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر لېفټننټ جنرل اصف غفور وايي په راتلونکو ټولټاکنو کې د پوځ نيغ په نيغه څه کردار نشته بلکه د دوي کار پاکې او رڼې ټولټاکنې کولو کې صرف د اليکشن کميشن مرسته کول دې.

نن د نهې په ورځ په پنډۍ کې ېوې خبري غونډې ته لېفټننټ جنرل اصف غفور وويل په پنځويشتم (۲۵) جولايي کيدونکو ټولټاکنو لپاره په ټول ملک کې پنځه اتيا (۸۵) زره پولنګ اسټېشنې جوړې کړې شوې دي چې د امنيت لپاره يې درې لکه اويا زره نه زيات د پوځ اهلکارو ضرورت دې خو په پولو د خراب صورتحال لوجې دومره زيات شمير کې د پوځ اهلکاران ځايې په ځايې کول ممکن نه دي نو ځکه د بحري او هوايي پوځ سره سره په تېرو کلونو کې ريټايرډ شوي پوځي اهلکاران به د امنيت وضع پرځايې ساتلو لپاره ځايې په ځايې کوي.

پخوانېو قبايلي سيمو کې د انتخاباتو پحقله د ېوې پښتنې په جواب کې اصف غفور وويل فاټا د خېبرپښتونخوا برخه جوړا شوه او په ېاده سيمه کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو لړ کې ځايې خلکو خپل کېس الېکشن کميشن سره سره سپريم کورټ ته هم راوړو او وزيراعظم سره يط هم وليدل خو حکومت چې څه فېصله وکړي نو هغه حتمي وي صوبايي اسمبلۍ ټولټاکنې به پکې ورستو کېږي او قامي اسمبلۍ انتخابات به پکې په پنځويشتم جولايي کېږي.

د ټولټاکنو کې برخه اخستونکو ځنې کانديدانو ته د چيپ نښه ورکولو پحقله د ېوې پښتنې په جواب کې اصف غفور وويل انتخابي نښې ورکول د اليکشن کميشن کار دې د پوځ نه.

د ذکر ده چې چودري نثار پشمول ېو شمير نورو ازادو اميدوارانو ته د جيپ نښه ورکړې شوې ده چې پرې د پاکستان مسلم ليګ ن قايد او پخواني وزيراعظم نوازشريف پشمول ځنې نورو کسانو نيوکې کړي او تور پورې کوي چې پرشا يې د پوځ لاس دې.

د ناقانونه ګرځولې شوو تنظيمونو په انتخاباتو کې برخه اخستو پحقله د ای اېس پي ار د مشر وينا وه که انتخاباتو کې برخه اخستو لپاره کوم ګوند جوړېږي نو د پاکستان د قانون مطابق د هغې خپله ېوه پروسه ده ړومبې به ځان اليکشن کميشن سره راجستر کوي او بيا ېاد کميشن د دغه ګوند د کانديدانو کره کتنه کوي او انتخاباتو کې برخه اخستو لپاره د ټاکنو کميشن ورته اجازه ورکوي او ېقينا دا هر څه د ېو قانون ترلاندې کېږي او که څوک ګڼي چې د قانون مطابق کار نه دې شوې نو ورته دا حق حاصل دې چې په عدالتونو کې يې چېلنج کړي پوځ د کانديد د اهليت سره هېڅ قسمه تعلق نه لري.

د ېادونې ده پاکستان ملي مسلم لیګ د جولايي په دوېمه (۲) اعلان وکړ چې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره یې د الله اکبر تحریک تر سیوري لاندې ټول دوه سوه شپيته (۲۶۰) کاندیدان درولي دي چې پکې دیارلس (۱۳) مېرمنې هم شاملې دي.

ملي مسلم لیګ د جماعة الدعوه سیاسي څانګه ده پر کومه چې د پاکستان حکومت بندیز لګولی دی او د پاکستان د انتخاباتو کمېشن یې د ګوند په توګه له رجسټر کولو هم انکار کړی وو.

نور ولولئ

ماروي سرمد: ښکاري زما کور د غلا نه بلکې د مالوماتو لپاره مات شوی دی

د پاکستان پوځ له اسد دراني د هغه پر کتاب وضاحت غواړي

XS
SM
MD
LG