د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د کډوالو مخنیوي لپاره مقدونیا ته سرتېري استوي


د اروپایي اتحاد د کډوالو چارو کمېشنر ډیمیټریس ایورامیپولس.

اروپایي اتحادیې ویلي دي، له مقدونیا هېواد سره یې تړون کړی دی چې د دغه هېواد په سرحدونو کې خپل ساتونکي وګماري او د هغو کډوالو مخه ونیسي چې له هغې لارو اروپا ته ورځي.

اروپایي ټولنه غواړي د هغو ناقانونه کډوالو مخه ونیسي چې له منځني ختیځه، افریقا او اسیا څخه و اروپا ته اوړي.

د اروپایي اتحاد د کډوالو چارو کمېشنر ډیمیټریس ایورامیپولس وایي، تړون به د قانوني کولو لپاره اروپایي پارلېمان ته وړاندې کېږي.

مقدونیا، سربیا او د بالکان له هېوادونو هر کال په زرګونو کډوال تېرېږي او په ناقانونه توګه اروپایي ملکونو ته داخلېږي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG