د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: د یورانیم د لاسته راوړنې کوښښونه جاري ساتو


د ایران نقشه
د ایران نقشه

ایران وايي، د یورانیمو ترلاسه کولو کوښښونه به جاري وساتي او دې ته نږدې شوي دي چې د یورانیمو غني کولو لپاره د یوې کارخانې د جوړولو کار بشپړ کړي.

د ایران دا بیان تر هغه پس راغلی چې تهران د چارشنبې په ورځ د انصاف په نړیواله محکمه یا ای سي جي کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې فیصلې پرضد دعوه دایره کړه چې ترمخه یې امریکا په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره له شوي اټومي تړونه ووته او په تهران یې د بیا بندېزونو لګولو اعلان وکړ.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (اي ای اي ای) یو ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دوی ته د ایران د دې اعلان په اړه مالومه ده خو نوموړي په دې اړه یې نور څه و نه ویل.

ایران وایي، د دوی اټومي پروګرام د سوله ایزو مقصدونو لپاره دی خو واشنګټن بیا تور لګوي چې دغه پروګرام د اټومي وسلو د لاسته راوړلو لپاره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG