د افغانستان اجراییه ریاست وايي، د دې امکان شته چې په لوی اختر کې حکومت د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.
د افغانستان د اجراییه ریاست ویاند امید میثم د نهې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل، په افغانستان کې د جګړې ختمولو او د سولې په هدف اوربند هغه انتخاب دی چې د حکومت مشران پرې د راتلونکې لوی اختر لپاره غور کوي.
په تېر وړوکي اختر کې افغان حکومت د جون له ۱۲مه نیټې د جون تر ۲۳مې نیټې پورې اوربند اعلان کړی کړی وو.
خو وسله والو طالبانو یوازې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند عملي کړ.