د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پوځي عملیاتو دوه ځلي ویجاړ بازار باجوړیانو بیا ودان کړ


له پوځي عملیاتو دوه ځلي ویجاړ بازار باجوړیانو بیا ودان کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د باجوړ ضلعی عنایت کلا بازار په اول وار په ۱۹۹۴ ز کال د تور پټکي نومي تحریک په دوران وران کړل شوی وو خو په دوهم وار نهه کاله وړاندې (۲۰۰۹ز کال) د تحریک طالبان پاکستان پرضد د پوځي اپرېشن په دوران وران کړې شوی وو. د دغه بازار سوداګر او کاروباریان وايي چې په پوځي عملیاتو کې یې د کروړونو کروړونو روپیو تاوان شوی وو. نن دغه بازار یو وار بیا ودان شوی او د دکانونو شمېر یې له درو زرو زیات شوی دی. له دې ځایه کراچۍ، لاهور او پنډۍ ته هم ګاډي ځي، خو که څوک ورته نه وراځي، نو هغه د کونړ کاروباریان دي ځکه چې د نوا درې او غاښي درې لارې بندې دي. د شاهنواز ترکزي ویډيو

XS
SM
MD
LG