د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه والو احتجاج ختم کړ


د کورمې نقشه.
د کورمې نقشه.

په کورمه کې د پولیټیکل انتظاميې او مقامي خلکو ترمنځ د بجلۍ لوډشیډنګ او امنیتي پاټک د ختمېدو په سر راپورته شوې کرکیچ تر خبرو وروسته د حل لار موندلې ده.

د مالوماتو ترمخه، هلته د بجلۍ په لوډشیډنګ کې کمی او ګلاب ګل پاټک د ختمېدو پر غوښتنه امنیتي سرتېرو او مقامي خلکو ترمنځ د نښتې تر کېدو وروسته د کورمې انتظامي چارواکو له ځايي مشرانو سره خبرې پیل کړې چې د دوشنبې تر ماریګره جاري وې.

د جرګې مشر حاجي سلیم خان اورکزی وايي، جرګه د بندیانو په راخلاصولو بجلې پر ټیکېدو او ټل پاڼه چینار مرکزي لار بیا تړلو په خبره متفق شوې ده او په نورو به تر ټول ټاکنو وروسته يو ځل بیا کیني.

د پیر په ورځ د کورمې د مرغې چینې، مسود اباد او میرو کاڅي اوسېدونکو ټل پاڼه چینار مرکزي لار د احتجاج په توګه تړلې وه او غوښتنه یې کوله چې بجلې یې له سمېدو سره هلته ګلاب ګل پاټک دې هم ختم کړل شي.

د ځايي اوسېدونکو احتجاج هغه وخت شدت اختیار کړو کله چې ممکنه د امنیتي سرتېرو په ډزو لږ تر لږه شپږ کسان زخمیان شول.

احتجاج کوونکو تر دې وروسته د ټل پاڼه چینار مرکزي لار تر شپږو ګنټو زیات له تړلو سره ګاډو ته اور واچولو، یوه پوسته یې ړیجاړه کړه او یو شمېر سرتېري یې هم په کانو زخمیان کړل.

وروسته بیا احتجاج کوونکو دا غوښتنه هم وکړه چې امنیتي اهلکاران دې برطرف شي، د پېښې شفاف پلټنې دې وشي، بندیان دې راخلاص شي او هغو امنیتي سرتېرو ته دې سزا ورکړل شي کمو چې پر دوی ډزې کړي دي.

د سیمې اوسېدونکې او مشر حضرت نبي څمکني مشال راډیو ته وویل، د ګلاب ګل پاټک د ختمېدو غوښتنې ته یې هم د پام ضرورت دی.

د کورمې انتظامیه له دغه انکاري ده چې ګنې پر احتجاج کوونکو دوی ډزې کړې دي او په هغه کې عام وګړي زخمیان شوي دي او بله دا چې هلته په ګلاب ګل پاټک څوک بې ځايه ځورول کېږي.

نور ولولئ

کورمه وال د امنیتي سرتېرو خلاف پر احتجاج راوتي دي

XS
SM
MD
LG