د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مستونګ پېښه: په پاکستان کې داعش شته؟


حافظ سعيد په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې لومړی مشر وو چې په ډرون بريد کې ووژل شو

د جولای په ديارلسمه د بلوچستان په مستونګ کې په يوه حمله کې تر ۱۳۰ ډېر کسان ووژل شول. داعش وسله والې ډلې د دې ذمه واري ومنله.

دا هغه وسله واله ډله ده چې په شام او عراق کې تر قوي کېدو وروسته يې د افغانستان او پاکستان لپاره په ۲۰۱۵ کال کې د داعش – خراسان ډله جوړه او حافظ سعيد اورکزی يې د دې ډلې مشر اعلان کړ. که څه هم په شام او عراق کې دا ډله کمزورې شوې خو په افغانستان کې يې بريدونه ډېر او په پاکستان کې يې بېل کړې دي.

د مستونګ تر حملې وروسته پاکستاني چارواکو يو ځل بيا خپل دا رسمي موقف تکرار کړی چې دغه ډله يې پر خاوره نشته دی. څيړونکی رحيم الله يوسفزی وايي په پاکستان کې د دې ډلې له موجوديت بيخي انکار کول هوښيار کار نه دی او بايد ګواښ يې جدي وګڼل شي. ((داعش په پاکستان کې په څه نا څه شکل کې شته دی. د دوی پلويان دي، ملګري لري. ځينو ډلو ورسره الحاق کړی لکه لشکر جهنګوي او لشکر جهنګوي العالمي. په پوهنتونونو او کالجونو کې يې هم خواخوږي شته دی. که د پاکستان رياست ترې انکار کوي دا ځکه سمه خبره نه ده چې بغېر له ځايي سهولت کاره، داسې لوی بريدونه نه شي کېدلی د کومو چې داعش ذمه واري قبوله کړې ده.))

داعش د پاکستان پولې سره نيزدي د افغانستان په ننګرهار ولايت کې په ځينو ولسواليوو کې ځان مضبوط کړی. خو د افغان او امريکايي ځواکونو تر پرله پسې بريدونو لاندې راغلې. د حافظ سعيد په شمول يې ګڼ مشران يې وژلي دي. خو دا ډله بيا هم ختمه شوې نه ده.

که زموږ د ملکي او امنيتي ادارو تر منځ هم آهنګي زياته شي نو په راتلونکې کې به د داعش خطر کم وي.
طلعت مسعود

څيړونکی او د پاکستاني پوځي پخوانی لفټننټ طلعت مسعود وايي پاکستان بايد په خپله خاوره د هغو ډلو خلاف کاروايي زياته کړي چې د داعش سره قوي اړيکې لري. د هغه په وېنا که داسې ونه شي نو دا ډله به له ډيورنډ کرښې ورواوړي او په غرييزو سيمو کې به ځانله مرکزونه جوړ کړي. ((کېدای شي ځيني خلک وي چې د داعش سره تړاو ولري خو دومره نه دي لکه څومره چې په افغانستان او نورو ملکونو کې دي. کله چې د مستونګ په شان پېښې کېږي نو بيا که واقعيت وي او کنه دوی يې د ذمه وارۍ په قبلولو سره داسې تاثر ورکوي چې بريد دوی کړی دی. راتلونکې يې په پاکستان کې د جمهوريت په قوي کېدو پورې اړه لري.))

پاکستاني ځواکونو د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې په لاهور کې يوه چاپه کې يو تن وواژه او درې يې ونيول. نيول شوو کې د سند د يو پوهنتون زده کوونکې، نورين لغاري وه چې د پوليسو له خوا خپرې شوې ويډيو کې يې منلې وه چې د داعش غړې ده. تر دې وروسته څيړونکو وويل چې پاکستان بايد د داعش پر خطر سترګې پټې نه کړي. رحيم الله يوسفزی وايي په پاکستان کې پراخه سختدريځي د دې ډلې قوي کېدو سره مرسته کولی شي.

په داعش وسله والې ډلې کې اکثره د تحريک طالبان پاکستان پخواني غړي دي. د افغان چارواکو په وېنا دوی سره پنجابي، د مرکزي اسيا او چيچن وسله وال هم ملګري دي.

نور ولولئ

مستونګ چاودنه:د وژل شويو کسانو شمېر ۱۳۰ ته رسېدلی

د مستونګ برید: پاکستان کې ویر او د پېښې ښکار شویو لپاره د مرستو اعلان

د پاکستان نګران وزیراعظم ناصر الملک، عمران خان او شهباز شریف کوټې ته تللي

XS
SM
MD
LG