د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مستونګ برید: پاکستان کې ویر او د پېښې ښکار شویو لپاره د مرستو اعلان


د مستونګ په برید کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
د مستونګ په برید کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کوټه - د پاکستان حکومت د جولای پر ۱۵مه د بلوچستان د مستونګ برید په غبرګون ویر کړی دی. دجولای پر ۱۳مه په مستونګ کې د انتخاباتي کیمپېن په غونډه کې له ۱۳۰ څخه زیات کسان ووژل شول او له ۱۵۰ زیات ټپیان دي.

په پېښه کې د بلوچستان عوامي ګوند له لوري انتخاباتي نوماند نوابزاده سراج رییساني هم وژل شوی وو چې د جولای پر ۱۴مه یې مړی خاورو ته وسپارل شول.

د بلوچستان حکومت د برید ښکار شویو د کورنیو لپاره د مرستو اعلان کړی دی.

نګران اعلا وزیر میر علاءالدین مري د جولای د ۱۴مې پر شپه ناوخته په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، دښمن ورباندې شا له خوا وار کړی دی، خو ژمنه یې وکړه چې له سیمې څخه د ورانکارو تر پاکولو به ارام نه کښېني.

ده وویل، صوبايي حکومت به د مستونګ په پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته ۱۵، ۱۵ لاکه، ډېرو ټپي شویو ته پینځه، پینځه لاکه او کم ټپیانو ته به دوه، دوه لاکه روپۍ ورکوي.

مري وویل، په روغتونونو کې د ټپیانو د کورنیو غړو ته د خوراک څښاک بندوبست هم کوي.

د بلوچستان نګران اعلا وزیر وویل، حکومت هڅه کوي چې انتخابات په پوره امن کې وشي.

د مستونګ ځانمرګی برید پر داسې مهال شوی چې د جولای له ۱۰مې راهیسې په پاکستان کې پر انتخاباتي غونډو او دفترونو بریدونه شوي دي.

د جولای پر ۱۰مه په پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند پر انتخاباتي غونډه په ځانمرګي برید کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته ولاړ سیاستوال هارون بلور سره د ۲۰ نورو کسانو ووژل شول.

تر دې وروسته د جولای پر ۱۲مه، شپې مهال د بلوچستان په خضدار کې د بلوچستان عوامي ګوند پر انتخاباتي دفتر هم حمله وشوه چې پکې دوه کسان ووژل شول. د دې حملې په سبا، لومړی په بنو کې د متحده مجلس عمل د نوماند اکرم خان دراني پر کاروان او بیا په مستونګ کې د بلوچستان عوامي ګوند پر جلسه حملې وشوې چې پکې د انتخاباتي نوماند سراج رییساني په ګډون سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په پاکستان کې تر ټولو خونړی برید دی.

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی د جولای پر ۱۴مه د رییساني جنازې ته ورغلي ول.

د بلوچستان نګران اعلا وزیر میر علاءالدین مری زیاتوي چې حکومت د مستونګ د برید پلټنې پیل کړې دي او ژر به پکې ککړ کسان ونیسي.

XS
SM
MD
LG