د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني له پاکستانه د کاري پلان عملي کولو تمه وښوده


د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وايي، د پاکستان له خوا د عمل پلان په برخه کې ژمنې د کاغذ په مخ پاتې دي او دی د عملي اقداماتو په تمه دی.

ولسمشر غني دا خبره له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

هغه وویل چې له پاکستانه نه مایوسه دی او نه یې په اړه ډېره خوشبیني لري.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل پلان په نوم په یو لړ مسایلو توافق شوی چې پکې د سولې او ثبات د ټینګښت هڅې یې په سر کې ځای لري.

ولسمشر اشرف غني له ازادي راډیو سره په دې مرکه کې دا هم وویل چې پاکستان او د سیمې هېوادونو ته یې په ډاګه ویلي چې انتخاب ستاسو دي، غواړئ افغانستان له یو بل سره د وصل د سیمې په توګه وکاروئ، یا یې د ترورېستانو او ګډوډۍ په مرکز واړوئ؟

پاکستاني چارواکو او د سیمې هېوادونو په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د دوی په ګټه دی او که افغانستان امن نه وي، دوی هم په کرار نه پاتې کېږي.

له ولسمشر اشرف غني سره د ازادي راډيو دا ځانګړې مرکه چې پکې په سولې سربېره، له داعش سره مبارزه، انتخاباتي مسایل او د وسله والو قوماندانانو پر ضد د حکومت وروستي اقدامات تر بحث لاندې نیول شوي، ژر له ازادي راډيو خپرېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG