د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي او شمالي کوریايي چارواکو خبرې کړې دي


د جنوبي کوریا یونهاپ خبري اژانس ویلي، د امریکا او شمالي کوریا چارواکي د دواړو کوریاګانو ترمنځ پولې سره نیږدې په یو کلي کې ملاقات کوي او د هغو هېوادونو په جګړه کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو د پاتې شونو خپل هېواد ته د وړولو په اړه خبرې کوي.

تیره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ترمنځ په سرمشریزه کې په دې اړه معاهده شوې وه.

یونهاپ خبري اژانس وايي، د چارواکو ترمنځ خبرې د جولای پر ۱۵مه په غیر پوځي سیمه پنمون جوم کلي کې پیل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG