د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرحدي ځواکونو ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر وژلي


چارواکي وایي چې د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د اووم کنډک قرول کې دوه تنه ځانمرګي بریدګر مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي، سرحدي ځواکونو په ډزو وژلي دي.

په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مسوول ادریس مومند رسنیو ته وویل چې د جولای ۱۵مې ماسپښین مهال شاوخوا درې بجې دوه تنو ځانمرګو بریدګرو غوښتل د سرحدي ځواکونو اووم کنډک ته ننوځي او موټر بم برید وکړي، د کنډک په دروازه کې پېژندل شوي او وژل شوي شوي دي.

دی وایي چې یو تن ځانمرګی په کرولا په نښه شوی چې له ویشتو سره سم یې موټر بم چاودنه کړې او په خبره یې چې یوازې بریدګر په کې وژل شوی دی.

د مومند په خبره دویم بریدګر غوښتل چې کنډک ته ننوځي خو هغه هم سرحدي ځواکونو په ډزو وژلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG