د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینې ماڼۍ دا غوښتنه رد کړه چې د امریکايي او روسي ولسمشر سرمشیره لغوه کړي


ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ولسمشر ولادمیر پوتین
ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ولسمشر ولادمیر پوتین

سپیني ماڼۍ د کانګریس د هغو مخکښو غړو غوښتنې رد کړې چې وايي د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې ۱۲ استخباراتي کارکوونکو تورنېدو وروسته دې د امریکا او روسیې ولسمشرانو ترمنځ سرمشیره منسوخ کړل شي.

په امریکا کې يوې عدالتي جرګګۍ په ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې په تور د روس ۱۲ استخباراتي کار کونکي تورن کړي دي .

پر دې کسانو تور دې چې د انتخابي کمپاين پر مهال یې د ډونلډ ټرمپ په وړاندې د ډیموکریټ ګوند ولسمشریزې امیداوارې هیلري کلنټن ایمیلونه غلا او افشا کړې وو چې په نتیجه کې یې هغوی ته ډیر سیاسي تاوان ورسیده.

ولسمشر ټرمپ چې دا مهال سکاټ لېنډ ته په سفر دی، په خپل ټویټر یې لیکلي چې دا مبینه جرمونه د پخواني ولسمشر باراک اوباما د انتظامیې په وخت کې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې ولې د پخواني ولسمشر اوباما انتظامیې د دې په اړه څه نه دې کړي او په ځانګړی توګه چې اوباما ته په دې اړه تر انتخاباتو وړاندې په سپټمبر میاشت کې د ایف بي ايي له اړخه مالومات ورکړل شول.

روسیې تل د امریکا د ۲۰۱۶م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د مداخلت تورونه رد کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG