د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په هدفي وژنو کې دوه تنه وژل شوي


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

په شمالي وزیرستان کې په دوو هدفي پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي.

په سیمه کې نن چارواکو مشال راډیو ته وویل، تیره شپه ناڅرګنده وسله والو د میرعلي په حیدر خیل سیمه کې یو ټولنیز فعال په خپل کور کې په ډزو وژلی دی.

دغسي هم تیره شپه په تحصیل سپین وام کې فضل میر نومې تن په کور کې وژل شوی دی.

بلخوا د وزیرستان د ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ مشال راډيو ته وویل، د هدفي وژونو ضد یې سبا له غونډه رابللې ده او پکې به یو وارې بیا د احتجاجي ناستې او یا اسلام اباد ته د لانګ مارچ کولو لپاره تګلاره ټاکي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG