د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه ۱۲ کسانو ته د مرګ سزا منظوره کړې ده


د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه ۱۲ داسې کسانو ته د مرګ سزا ورکولو پخلې کړی دی کوم چې د دوي په وینا ترهګر دي.

د پوځ عامه اړیکو څانګې ايي اېس پي ار په یو بیان کې ویلي چې دا وسله وال په پاکستان کې د ترهګرۍ په جرمونو کې ککړ دي چې پکې د تعليمي ادارو ړنګول ، پر حکومتي او پوځي چارواکو بريدونه او د بې ګناه خلکو د وژنې تر څنګ ځينې نور شامل دي.

یادې ادارې د دې کسانو نومونه د غني رحمان ، عبدالغازي ، ضیا الرحمان ، جاويد خان ، محمد زبیر ، عمر نواز ، ساجد خان ، هيبت خان ، احمد شاه ، باز محمد ، مومين خان او سليمان بهادر یاد کړي دي.

بیان زیاتوي چې دې کسانو د اوو عامو وګړیو ،۹۲ امنيتي ځواکونو او پولیس چارواکو په ګډون ۹۹ کسان وژلي دي.

د آی ایس پي ار په وینا ، دا وسله وال د بنو او ډیره اسماعيل خان پر جيلونو په بريدونو کې هم لاس لري.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG