د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي پر پاکستان ۳۰ جنګي هيلي کاپټرې خرڅوي


 د ترکي پوځ د یو هیلي کاپټر پخوانی عکس
د ترکي پوځ د یو هیلي کاپټر پخوانی عکس

د ترکي حکومتي خبري اژانس انادولو د جولايي پر ۱۳مه ویلي چې د دې ټي ۱۲۹ جنګي هيلي کاپټرو د سودا اسناد د ترکي د هوا بازۍ د مصنوعاتو ادارې او د پاکستان د دفاعي پيداوار د وزارات چارواکو لاس ليک کړي دي.

اژانس لیکي چې ترکي به د دې هيلي کاپټرو مرمت ، اضافي پرزو تر څنګ روزنه او وسلې هم ورکوي.

اژانس دا نه دي ويلي چې د دې سودا ماليت څومره دی خو د ترکي رسنۍ وايي د دې سودا ماليت څه يو نيم ارب ډالرو پورې جوړيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG