د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجشیر کې د شپږو لادرکه شوو کسانو موندلو هڅه روانې دي


د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د سېلابونو لړۍ.
د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د سېلابونو لړۍ.

په افغانستان کې له طبیعي افتونو سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت مرستیال وزیر، محمد اسلم سیاس د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې شپږ تنه چې دوې ښځې او څلور نارینه دي، لادرکه شوي او تر اوسه یې څرک نه دی موندل شوی او مړي هم په لاس نه دي راغلي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ وروستي معلومات دا دي چې سیلابونه دوه مسافر وړونکي موټر هم ورسره وړي دي."

د پنجشنبې په شپه د پنجشنېر په خنج ولسوالۍ کې د سېلابونه او غره د ښوېدو له له کبله لږترلږه ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

سیاس وویل چې له مصیبت ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې هم شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG