د لاسرسي ځای

تازه خبر

عقیل شاه: د هارون بلور د وژنې درې ورځنۍ ویر نن پای ته ورسېد


په پاکستان کې د عوامي نېشنل پارټۍ د غړیو احتجاج

عوامي نېشنل ګوند ویلي، د هارون بلور د وژنې درې ورځنۍ ویر نن (جمعه) پای ته رسېږي او سبا بیا انتخاباتي کمپاین پیلوي.

د یاد ګوند چارواکي او پخواني صوبایي وزیر سید عقیل شاه د پنجشنبې مشال راډیو ته وویل، د ګوند د مشر اسفندیار ولي خان په اعلان یې خپل ټاکنیز کمپاینونه د درېوو ورځو لپاره ځنډولي ول.

نوموړي وویل، اوس هم د دوی کاندیدانو د امنیت لپاره ګامونه نه دي اوچت شوي.

بل لور ته د پاکستان نګران وزیراعظم ناصر الملک د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې د هارون بلور د لاس نیوې وروسته انتخاباتي کاندیدانو د امنیت د خوندي ساتلو امر کړی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG