د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکاپاراتي: په افغانستان کې ولسونه سوله غواړي


په افغانستان کې د ناټو امریکايي جنرال کورټېس سکاپاراتي.
په افغانستان کې د ناټو امریکايي جنرال کورټېس سکاپاراتي.

په افغانستان کې د ناټو یوه امریکايي جنرال ویلي دي چې ولسونه هلته سوله غواړي.

د ناټو د اروپايي ځواکونو قومندان جنرال کورټېس سکاپاراتي بېګا په برسلز کې د مشال راډیو خبریال ته وویل، د روژې په پای او د اختر په ورځو کې د اوربند ټینګېدل ښيي چې ولسونه واقعاً سوله غواړي.

نوموړي وویل، افغان ځواکونو ریښتینی پرمختګ کړی او ناټو یې پر روزنه کار ته دوام ورکوي.

ده زیاته کړه چې د ناټو ۲۹ غړو او ملګرو یې یو ځل بیا له افغان ولسمشر اشرف غني سره ژمنه وکړه او ورته یې وویل چې تر ۲۰۲۴م کاله به له افغانستان سره مالي مرسته کوي.

د ناټو غړو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ په برسلز کې د افغانستان پر امنیت بحث وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG