د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي په افغانستان کې جګړه په پوځي عملياتو نه بلکې د مذاکراتو له لارې ختمېدلای شي.
د دې وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل د جولای په دوولسمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د افغانانو په مشرۍ او واک کې د خبرو ملاتړ کوي او په دې لړ کې به خپله مرسته نه دريغوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي پاکستان د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورنوي خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.
د چارشنبې په ورځ په سعودي عرب کې د ۳۳ هېوادونو ديني عالمانو پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره دې خبرو ته کښېني.
دوی د افغانستان روانه جګړه فتنه بللې.
طالبانو د دې غونډې وړانديزونه رد کړې او افغان حکومت يې هرکلی کړی دی.