د کورمې په وام سیمه کې د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان وژل شوي دي.
په سیمه کې د مشال رایډیو خبریال وايي دغه پېښه د پنجشنبې په سهار وختي هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د حبیب الرحمان په نامه د یو ځايي اوسېدونکي د کورنۍ نهه غړي په یوه کوټه کې ویده ول.
په پېښه کې یوه ښځه او درې نور ماشومان ټپیان شوي هم دي.
ټپي شوي کسان د سدې روغتون ته وړل شوي دي.
ډاکټران وايي د هغوي حالت له خطره بهر دی.