د هارون بلور جنازې لمونځ
د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د چارشنبې په شپه د عوامي نېشنل ګوند پر انتخاباتي غونډه په ځانمرګي بريد کې د وژل شوي شوي سیاستوال هارون بلور د جنازې لمونځ نن د جون پر یوولسمه نېټه د دغه ښار په وزیر باغ کې ادا کړل شو. په هغه برید کې د هارون بلور په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ژوبل دي.