د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر هارون بلور برید به ټاکنیز کمپاین اغېزمن کړي؟


هارون بلور
هارون بلور

د پیښور په یکه توت کې پر هارون بلور او د هغه پر ملګرو په داسې مهال حمله وشوه چې هغه د ټاکنو لپاره په کمپین بوخت و. په پاکستان کې د ۲۰۱۳ کال د ټاکنو د کمپین پرمهال دا ډول ګڼ بریدونه شوي و خو دا لومړنۍ حمله وه چې د سږنو ټاکنو د هلو ځلو په دوران کې وشوه.

د پاکستان په څلور واړو صوبو کې سیاسي ګوندونه او ازاد امیدواران د جولایي د پنځه ویشتمې ټولټاکنو په لړ کې په کمپاینونو بوخت دي. له کراچۍ د پاکستان پیپلز ګوند په ټکټ د قامي اسمبلۍ لپاره کاندید علي احمد وایي پر هارون بلور ترسره شوي برید نه یوازې غمجن کړی بلکې دې پېښې ان په کراچۍ کې د دوی پر روان ټاکنیز کمپین اغېز کولای شي.

''موږ له دې چاودنې مخکې ډېر په ډاډ سره خپل کمپاین کوو، خو له دې برید وروسته د خپلځان نه بلکې د هغو ملګرو په اړه مو په زړه کې وسوسه پیدا شوه چې په دې کمپاینونو کې له موږ سره برخه اخلي، موږ د ولس په زیان خپه کېږو.''

موږ له دې چاودنې مخکې ډېر په اطمینان سره خپل کمپاین کوو، خو د دې برید وروسته مو په کمباین کې د ملو ملګرو په اړه اندېښنه پیدا شوه

علي احمد وایي، د برید وروسته خپل انتخاباتي کمپین محدود کړ خو د دې هر څه باجود به یې جاري ساتي.

له باجوړه د پاکستان تحریک انصاف لخوا د قامي اسمبلۍ ۴۱ څوکۍ ته امیدوار ګل ظفر هم ورته اندېښنه لري. هغه وایي پر هارون بلور برید د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې ډېر اغېز پرېباسلو. د نوموړي په وینا د دوی په سیمو کې وار د مخه د بدامنۍ ترخه څپه تېره شوې ده او داسې بریدونه په سیمه کې روان ټاکنیز کمپاین باندې زر او ژور اثر کوي.

''موږ په داسې ځایونو کې یو چې دلته له مخکې پوځي عملیات تېر شوي دي، خلکو جنازې اوچتې کړې دي. کله چې داسې پېښه وشي نو دلته پر خلکو ډېر اغېز پرېباسي. انتخاباتي کمپاین په خوشالۍ کې خوند کوي، چې غم وشي دا هر څه بې خونده او ساړه شي.''

ظفر ویل، څو ورځې وروسته به بیا خپل انتخاباتي کمپین په زور او شور سره شورو کوي.

د عوامي نېنشل ګوند رهنما زاهد خان وایي د پېښور یکه توت برید نه یوازې هارون بلور بلکې د دوی ګوند ګڼ کارکنان هم وژلي دي .هغه وایي د دوی لپاره یو ځل بیا د ۲۰۱۳ د ټاکنو په څېر ماحول جوړېږي.

هارون بلور او له دې سره زموږ شل نور ملګري هم ووژل شو، له دې سره به د ملګرو مورال بیا راټیټ شي.

''د دې برید له اثره انکار نه شي کیدې ځکه هارون بلور او ددې سره زموږ شل نور ملګري هم ووژل شو، له دې سره به د ملګرو مورال بیا راټیټ شي. داسې ښکاري چې موږ ته بیا د تېر ځل انتخاباتو په شان ماحول جوړېږي چې موږ دې جنازې اوچتوو او نور دې جلسې کوي.''

په پاکستان کې اخرینۍ ټاکنې په ۲۰۱۳ کال کې وشوې. په دغه کال وسله والو طالبانو عوامي نیشنل ګوند، پیپلز ګوند او متحده قامي مومنټ ته د ټاکنیز کمپین پر مهال د بریدونو ګواښ کړی و. هغه وخت په یادو ګوندونو حملې هم شوې وې. د ټاکنو د کمپین پر مهال د پاکستان پیپلز ګوند د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني زوي علي حیدر ګیلاني وسله والو له پنجاب صوبې هغه مهال وتښتو چې نوموړی په ټاکنیز کمپاین بوخت و.هغه د درې کالو بند تېرولو روسته د وسله والو له منګلو ازاد کړی شو. په هاغو ټاکنو کې تر ټولو زیات زیان عوامي نیشنل ګوند ته اوښتی و. د ټاکنو لپاره د کمپین پر مهال ددغې ګوند مخکښ او د خېبر پښتونخوا د هغه وخت سئنیر وزیر بشیر بلور ووژل شو.

بشیربلور په بیګانۍ پېښه کې د وژل شوي هارون بلور پلار و. ددې ترڅنګ دهاغو ټاکنو پر مهال د عوامي نېشنل ګوند ګڼ شمیر غړي او مشران هم په هدف شوي و.

نور ولولئ

پر هارون بلور برید: مړه ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي

هارون بلور:کلونه پس دبشیر بلور غوندې کسان پیداکیږي​

XS
SM
MD
LG