د لاسرسي ځای

تازه خبر

بهاشا بند د مسلیم لیګ ن د انتخابي منشور لومړیتوب


د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف.

د زیارت په ورځ د پاکستان مسلم لیګ (ن) صدر راتلونکي ټولټاکنو لپاره خپل انتخابي منشور وړاندې کولو په وخت ویلي،که د حکومت کولو موقع ورته ترلاسه شوه نو د یامیر بهاشا ډېم جوړول به یې لومړیتوب وي او په زرګونو خلکو ته به نوکریانې ورکوي.

د مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف سیاسي ګوندونو ته درخواست وکړ چې ټولټاکنو وروسته دې په د یامیر باشا ډېم سمدستي کار پیل کړل شي.

ده زیاته کړه چې له دغه ډېم به څلور نیم زره مېګاواټه بجلي ترلاسه کېږي.

نوموړي وايي، که د دې جوړولو لپاره له ټول ملکه موږ چنده هم راټوله کړو نو انشالله موږ به یې جوړوو او که الله وغوښتل نو زموږ له تاسو سره دا لوظ دې چې پنځه کالو کې خو دا ډېم نشې جوړیدې زه به غلط بیاني نه کوم.

ده وویل چې د صحت کارډونه به په ټول ملک کې خوروي، په هر سکول کې به ټېکنیکل او هنري زده کړو سنټرې جوړول کېږي.

شریف زیاته کړه چې د سکولونو جینکو لپاره به د میاشتې وظیفه تر دوه اربه روپو رسوي او چې که څوک خپل بچي سکول ته لېږي نو هغې ته به زر روپۍ میاشت ورکړې کېږي.

د مسلم لیګ (ن) صدر په وینا چې ټول ملک کې به د ولس لپاره ښه ټرانسپورټ هم معارفي کوي.

نوموړي وویل،که د دې ملک عام سړي ته معاشي ازادي ورکول دي نو د اعتماد وړ او پایداره پیلک ټراسپورټ به په ښه نرخ ولس ته ورکوو او د ملک معشیت ، سکول، کالج، پوهنتونه او کارخانې او پېداوار به دې سره ډېر مخکې ځي.

د سیاسي ګوندونو انتخابي منشورونو په اړه د سیاسي چارو کار پوه سید علي شاه وایي، سیاسي ګوندونه تل د انتخاباتو مخکې دعوې کوي خو پکار دا ده چې په هغه وعدو او لوظونو عمل هم وکړل شي.

ده وویل،که دا ټول سیاسي ګوندونه په خپلو لوظونو عمل وکړي نو پاکستان د ستونزو راوتلای شي او ملک دا وخت له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

واضحه دې وي چې هر سیاسي ګوند د انتخاباتو وړاندې خپل منشورونه ولس ته وړاندې کوي او د هغې په بنیاد اقتدار کې راتلو لپاره ووټونه غواړي.

XS
SM
MD
LG