د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف او مريم نواز لاهور ته ستنېږي


نواز شريف او مريم نواز
نواز شريف او مريم نواز

د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لېګ (ن) قايد، نوازشريف وايي دی او لور به يې د جولای په ۱۳مه لاهور ته ځي او تر هغې وروسته به ګوري چې د ورکړل شوې سزا خلاف څنګه پر مخ ولاړ شي.

دوی دا مهال، د نوازشريف د ناروغې مېرمنې کلثوم نواز پوښتنې لپاره په لندن کې دي. د جولای په شپږمه احتساب عدالت د درغليوو په يوه مقدمه کې نوازشریف ته لس او مريم نواز ته ۷ کاله قېد سزا اورولې ده. نوازشريف د جولای په لسمه په لندن کې خبريالانو ته وويل چې له زندانه نه ويريږي.

هغه زياته کړه: ((لاهور ته به ځو. د لاهور په هوايي مېدان به ښکته کېږو. له هغې وروسته به نور پروګرام جوړوو چې څه وکړو. زما مېرمن کلثوم نواز لا هم په هوش کې نه ده راغلې. هغې ته لا هم د ژوند ژغورنې مشين لګیدلی دی.))

په همدې حال کې پاکستاني رسنيوو د چارواکو په حواله ليکلي چې نېب يا احتساب ادارې د مريم نواز او نواز شريف د نيولو اجازت نامه يا وارنټ اخيستی او هغوی به لاهور ته په رسېدو له هوايي مېدانه نيول کېږي. د رپورټونو ترمخه هغوی به له مېدانه بهر وتلو ته نه پرېښودل کېږي نو ځکه به يې د نيولو لپاره هيلي کاپټر کاريږي.

د هرکلي تياريانې

د مسلم لېګ (ن) وياندې مريم اورنګرېب د جولای په لسمه مطبوعاتو ته ووېل چې د دوی ګڼ غړي به د لاهور په هوايي مېدان کې د خپلو مشرانو د هرکلي لپاره موجود وي. نوموړې د نېب پر پرېکړې هم نيوکې وکړي او له انصافه يې ليري وبلله. ((د مسلم لېګ (ن) قايد نوازشريف د يوې پېسې درغلي هم نه ده کړې. دا پرېکړه زموږ د ګوند ټولو غړو رد کړې ده. تاسي به ووينئ چې د جولايي په دېارلسمه به د نوازشريف او مريم نواز تايخی هرکلی کېږي.))

کېپټن صفدر ته يو کال سزا اورول شوې او دوه ورځې مخکې تر نيول کېدو وروسته اډياله چېل ته ولېږل شو

د دې پرېکړې خلاف د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د مسلم لېګ (ن) غړو مظاهرې پېل کړې دي. د هغه ریفرنس (مقدمې) چې له مخې يې نوازشريف او مريم نواز ته سزا اورول شوې، اورېدنه له تېرو نهه نیمو میاشتو راهیسې روانه وه چې نواز شریف او د هغه د بچو (مریم نواز، حسن نواز او حسین نواز) په ګدون يې د نوموړي زوم کېپټن صفدر تورن کسان ول.

دا هم ولولئ: د نوازشريف د سزا په اړه سياسي ګوندونه څه وايي؟

تر دې مخکې د مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شريف په لاهور کې خبري غونډې ته ويلي وو چې په لندن کې د کورونو د اخيستو په مقدمه کې اورول شوې د احتساب عدالت دا پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده. د شهباز شريف زوی حمزه شهباز شريف جيو ټيليويژن سره په يوه مرکه کې ويلي چې دی او پلار به يې د خپل تره نوازشريف او تره لور مريم نواز درانه هرکلي لپاره لاهور ته ورځي.

XS
SM
MD
LG